ایکنا له هر اته راپور راکړ، دغه اقدام د اسلامی ټولنې محرومې پرګنې،اړمنمو او کم توان لرونکو پرګنو ته د پام په باب د حضرت امام خمیني د سپآرښتونو په اجرا کې ترسره شوی او په دې اقدام کې د ځوانانو او هلکانو او د کم توان لرونکو کسانو په مختلفو حوزو کې د بریل خط قرآنونه او دزدکړې فایلونه، دافغانستان د هرات دنابیناؤ مرکز او او ښونځي مسئولانو ته ډالۍ شول.
په دغو دستورو کې دروښانه زړنو لرونکو(نابیناؤ)د سرود ډلې،د پیغمبراکرم (ص) په صفت کې د نعت شریف ښکلي سرودونه اجرا کړل او ددغه ښونځي کلتوری مسئول محمد طاهرحصین الحق ؤ.
په دغه ښونځی کې د ۳۳ سړیو،۶۴ نابیا هلکانو پشمول ۹۷ کسان په زده کړې بوخت دي او د افغانستان د هرات د نابیناؤ ملی ټولنې په تیرو وختونو کې د لور نیونې،په کوتک یا اعصا سره د حرکت کونې د خوراک د څرنګوالي پښمول دنورو مقدماتي زده کړو مرحلې د روښانه زړونو لرونکو (نابیناؤ) لپاره ترسره کړي دي.
دغه ښونځی د هرات د تخنیکي او فني تاسیساتو د ادارې ترنظر لاندې اداه کیږي او په هرات کې د ایران د کلتوری خونې سلایار ددغه مرکز دلیدو په وخت ددغه مرکز له استاذانو،ښونکو او نابیاؤ زده کونکو سره په خبرو کې دوی د کلتوری نمایندګۍ د ملګرتیا او مرستو غوښته درلوده،چې بلاخره د خپل توان په اساس ورسره دغه مرستې وشوې او دغه راز ژمنه ورکړل شوې چې په راتونکي کې به هم ورسره ترخپل توان پورې مرستې وکړي.